هرات کې پر ۱۰۰ کورنیو د غالۍ اوبدلو وسایل ووېشل شول
د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د غالۍ اوبدلو په برخه کې پر ۱۰۰ روزل شویو کورنیو د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دې حرفې د اړتیا وړ وسایل ووېشل.
د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس حافظ میرزا محمد ابو منصور په دې کورنیو د دې وسایلو د وېش موخه؛ د اقتصادي پياوړتیا، کارموندنې، د بېکارۍ کچې را ټیټول او د کورنیو پر ځان بسیا کول وګڼل او همدا راز یې وویل، دا ریاست به په راتلونکي کې هم هڅه کوي، چې د همکارو مؤسساتو په مرسته نورو بېوزلو او اړمنو کورنیو ته هم د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي