کونړ کې ۲۴۰ تنه ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
Sun, Oct 27 2024 8:50 AM
n

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۲۴۸ تنه ځوانان د خیاطۍ او د چرګانو روزنې په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ شول. 
په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې، چې د ولایت مختلفو اداري مسؤلینو، علمای کرامو، قومي مشرانو او د فارغو شویو د کورنیو غړو حضور درلود، د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې په مختلفو برخو کې خپلو هېوادوالو ته غوره کاري فرصتونه او د ښه ژوندانه سهولتونه برابر کړي.
مولوي عبدالله همدا راز د سترو ملي پروژو پیل د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د بېکارۍ کچې را ټیټولو په برخه کې مهم ګامونه وګڼل او ځوانانو ته یې د ورته روزنیزو پروګرامونو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه. 
ورپسې د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په خپلو خبرو کې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: له نېکمرغه، نن د کونړ ۲۴۸ تنه ځوانان د خیاطۍ او چرګانو روزنې حرفو له شپږ میاشتنينو عملي او نظري زده‌کړو وروسته د کار بازار ته د حرفوي کسانو په توګه وړاندې شول، او هغوی ته د همکارو مؤسسو په مرسته په اړونده حرفو کې کاري وسایل هم وویشل شول. 
مولوي عمر همدارنګه له فارغو شویو ځوانانو وغوښتل، چې په اړوندو حرفو کې خپلو کورنیو او ولسونو ته د ګټورو خدماتو وړاندې کولو سبب وګرځئ

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS