خوست کې ۸۸تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

naweed_admin
Mon, Oct 28 2024 9:10 AM
د

د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د دې ولایت اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د مرکز او اسمعیل‌خېلو ۸۸ تنه ځوانان د مبایل جوړولو او سولر برېښنا له شپږ میاشتنو عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ شول. 
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، چې د ولایت مختلفو اداري مسؤلینو، علمای کرامو، قومي مشرانو او د فارغو ځوانانو د کورنیو غړو حضور درلود، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي آمر صاحب جان حقاني  فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د کسب د اهمیت او ارزښت په اړه هر اړخیزه معلومات شریک او له فارغو شویو ځوانانو یې وغوښتل، چې په اړوندو حرفو کې د ګټورو خدماتو وړاندې کولو له لارې د خدمت جوګه شي. 
ورپسې د بشر حقونو او رسنیو څار همکاری ادارې استازي په خپله لنډه وینا کې د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ښې همغږۍ او رهبرۍ څخه په مننې سره فارغانو ته په ورځنیو چارو کې د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS