د کار انسټیټیوټ کې د ظرفیتلوړونې د برنامو لړۍ روانه ده
د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار انسټیټیوټ کې د دې وزارت د مختلفو ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت له مفاهیمو سره د پېژندګلوي تر عنوان لاندې پنځه ورځینی سیمینار جوړ شو.
د دې سیمینار په پرانیست غونډه کې د کار انسټیټیوټ رئیس شریفالله شرافت په یوه اداره کې د مدیریت د اهمیت، اغیزمنتیا او ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات شریک او له ګډوانوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام له ترلاسه شویو زدهکړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي.
نوموړي همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پرواګرامونو او برنامو کې پراخوالی راولي.