پلڅرخي فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر ۳۰۰ تنو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو کاري وسایل ووېشل شول

naweed_admin
Wed, Nov 13 2024 9:57 AM
n
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلڅرخي اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر ۳۰۰تنو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو باندې په درېیو حرفو (خیاطۍ، بیک ګنډلو او بوټ جوړولو) کاري وسایل ووېشل شول. د دې وسایلو د وېش پرمهال د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په خپلو خبرو کې وویل: له نېکمرغه، هېوادوالو ته د غوره کاري فرصتونو د برابرولو، اعتیاد ته د بیرته ورګرځیدو څخه د روزل‌شویو رغیدلو هېوادوالو د مخنیوي او همدارنګه د کار په بازار کې د هغوی د جذب په منظور مو د پلڅرخي فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پر۳۰۰ تنو زده‌کوونکو، چې څه موده وړاندې له دې مرکز څخه فارغ شوي وو، په درېیو حرفو (خیاطۍ، بیک ګنډلو او بوټ جوړولو) کاري وسایل ووېشل. نوموړي همدا راز زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو اړوندو فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو کې اوس‌مهال د کار بازار اړتیاوو مطابق سلګونه تنه ځوانان د مجربو استادانو تر نظر لاندې په لنډمهاله او اوږدمهاله برنامو کې په عملي او نظري زده‌کړو بوخت دي، چې تر فراغت وروسته به په اړوندو حرفو کې د غوره او ګټور خدماتو وړاندې کولو له لارې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي. مولوي فایز همدارنګه له ملي او نړیوالو مؤسساتو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو او اصولو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ خپل فعالیتونه پراخ کړي. هېره دی نه وي، چې د کاري وسایلو د وېش پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او حسابي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د نظارت او اروزنې رئیس مولوي نجیب‌الله وقاد هم ګډون درلود.

Latest news

Tue, Sep 23 2025 9:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of Construction Companies’ Union

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with Hamidullah Habibi, the head of the Union of Construction Companies in Afghanistan, in his office.

. . .
Thu, Sep 18 2025 11:00 AM
Background image

The Minister of Labor and Social Affairs Meets with UNICEF Director of Child Protection

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, has met with Ms. Sheema SenGupta, UNICEF Child Protection Country Director, and her accompanying delegation at. . .

Mon, Sep 15 2025 3:02 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy of National Development Corporation

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Riazuddin Sharifi, Deputy for Coordination in Production Affairs of the National Development. . .

BACK TO NEWS