پکتیا ولایت ته د کار چارو معین سفر

naweed_admin
Sat, Nov 16 2024 8:56 AM
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
غونډه کې چې د محلي ادارې ځینو مسؤلینو، علمای کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون درلود؛ د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په دې ولایت کې یې د ځینو پروژو د تطبیق او په کې د خلکو د بوختیا څخه په یادونې سره وویل: له نېکمرغه د پکتیا ولایت د ادارو ترمنځ ښه همغږي موجوده او ټول مسؤلین هڅه کوي، ترڅو اړونده برخو کې د دې ولایت اوسېدونکو ته بهتره خدمات ورسوي، چې په همدې لړۍ کې ۲۱۲ مختلفې پراختیايي پروژې تطبیق شوي، ۳ زرو تنو ته په شاروالۍ کې د کار زمینه برابره شوې او د سیلابونو د مخنیوي په موخه د یو میلیون ډالرو په ارزښت د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژه هم تر کار لاندې ده.
په همدې توګه د علماوو د شورا رئیس شیخ احمد جان خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري  بنسټیزو پروژو ته د لومړیتوب ورکولو او مختلفو برخو کې د لاسته راوړنو څخه په مننې سره، د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار پر اهمیت رڼا واچوله او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې ځوان نسل ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
همداراز قومي مشر حاجي جهاني هم په خپله لنډه وینا کې په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت د تأمین او د مهمو ملي او اقتصادي پروژو له تطبیق څخه، چې دمګړۍ په کې ګڼ شمېر خلکو ته کاري فرصتونه برابر دي په نیکۍ یادونه وکړه او هیله یې و ښوده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري دې له هېواد بهر د افغان ماهرو کاریګرو د اعزام پروسه تعقیب شي.
په پای کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې څرګنده کړه: د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان کار کوي، چې ستونزې په فرصت بدلې او د وخت او خپلو ولسونو اړتیاوو ته په کتو ورڅخه معقوله او مناسبه ګټه واخلي، چې هم هېواد د پرمختیا مسیر ته برابر شي او هم مو خلکو ته د لازمې هوساینې زمینه برابره شي او په همدې موخه یې د ملي منافعو په پام کې نیولو سره؛ د سیمي او ګاوڼد له هېوادونو سره یې  ښې رسمي او سوداګریزې اړیکې جوړې کړي او د دې اړیکو د پراخېدو په موخه به نور اقدامات هم ترسره شي.
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: د بیکارۍ ستونزه په هېواد کې شته خو په وړاندې یې د مبارزې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت لازمې هڅې کوي، ترڅو هېوادوالو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي او هم کاري شرایط بهبود پیدا کړي، ترڅنګ یې د کار قانون د توشیح مرحلې ته رسیدلی، چې په توشیح سره به یې د کاریګرو حقوق تأمین او د کار په برخه کې موجودې ځینې ستونزې حل شي. په پای یې کې ډاډ څرګند کړ، چې د پکتیا د ولسونو ستونزې او غوښتنې به د حل به موخه له اړونده مسؤلینو سره شریکوي

Latest news

Wed, Dec 27 2023 9:34 AM
Background image

MOLSA Concludes 22 Agreements with 15 different organizations

Ministry of Labor and Social Affairs has concluded 22 agreements in various fields with fifteen organizations by the worth of more than $30 Million.
We are so happy to announce the. . .

Thu, Jun 08 2023 9:46 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with ILO’s Country Director

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied with Mawlawi Din Muhmmad Haqbeen Deputy Finance and Administrative Minister and Mullah. . .

Tue, Jun 06 2023 10:41 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with Turkish ambassador

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied by Mullah Sharafuddin Sharaf, Chief of staff, met in his office with Jehat Arginai, Turkish. . .

BACK TO NEWS