زابل کې ۲۵۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

naweed_admin
Tue, Dec 31 2024 8:53 AM
n

د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د شاجوی په ولسوالۍ کېله درېیم او وروستي پړاو څخه ۲۵۰ تنه ځوانان، چې د مولدجوړونې، ګلدوزۍ او خیاطۍ په حرفو کې د عملي او نظري زده‌کړو وروسته فارغ، د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې او کاري وسایل پرې ووېشل شول.
هغه غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي؛ په خپلو خبرو کې د افغانستان د بیاودانولو ملي مؤسسې څخه د مننه سربېره، له فارغ شویو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې له کاري وسایلو او وخت څخه په پوره ډول غوره استفاده وکړي، ترڅو خپل وطن ته د خدمت جوګه شي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي. 
همدارنګه نوموړي په خپلو خبرو کې له نورو مرستندویه بنسټونو او مؤسساتو څخه هم په دې ډګر کې د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
یادونې وړ ده، چې په تیرو درو پړاوونو کې ټولټال ۷۲۰ تنه زده‌کوونکي د دې برنامې له لارې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول او هره میاشت ورته د ۶۴۰۰ افغانیو په ارزښت مددمعاش هم ورکول کیده

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS