بلخ، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې ۶۵۲ تنه ماشومانو ته قرطاسیه او ژمني توکي ووېشل شول

media_admin
Mon, Jan 06 2025 2:27 PM
سرپل

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د دې ولایت له ۵۲۸ تنو زیانمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره، څه باندې ۱۵۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت قرطاسیه توکي ووېشل شول. 

هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د افغانستان  ماشومانو خیریه همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره؛ له نورو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم دې ته ورته  مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.

د یوبل خبر له مخې:

 د سرپل او پکتیکا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو ۱۲۴ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته، چې ۱۰۰ تنه د سرپل ولایت او ۲۴ تنه نور د پکتیکا ولایت اوسېدونکي دي؛ ژمني توکي (جمپر، کمپلي، جاکټ، بوټ، جرابې، او خولۍ) شامل دي ووېشل شول.

د یادوني وړ ده، چې په سرپل ولایت کې د افغان-ریلیف او په پکتیکا ولایت کې سرچو همکارو مؤسسو په مالي ملاتړ ژمني توکي ووېشل شول.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS