په نورستان کې ۷۵ تنو فني او حرفوي زدهکړې ترلاسه کړې
د نورستان ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په مرکز پارون، واما او وايګل ولسواليو کې ۷۵ تنه ځوانانو فني او حرفوي زدهکړې ترلاسه کړې.
یادو کسانو په مختلفو حرفو (ګلدوزۍ، خامک، مهره دوزۍ، ګنډافغاني، او چرمه دوزيو) کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل، او د هغوی له لوري جوړ شوي ۲۹۷ډوله بېلابېل لاسي توکي نندارې ته وړاندې شول.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د نورستان ولایت د کار او ټولنیز چارو رئيس مولوي اسلام شاه زرغام په خپلو خبرو کې له همکارې مؤسسې «اويک» څخه د مننې سربېره؛ له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه.
