د کار ملي کنفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه ناسته وشوه

media_admin
Sun, May 04 2025 10:29 AM
د کار ملي کانفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د اړونده رئیسانو سره د کار ملي کنفرانس د شویو ژمنو د تعقیب او څارلو په موخه خپل‌منځي ناسته وکړه.

په کتنه کې د کار چارو معین د ترسره شوي کار ملي کنفرانس د اړوند موضوعاتو، تعقیبي کمیټې د غړو ترمنځ د غوره همغږۍ او د مربوطه ادارو لخوا د شویو تعهداتو د تطبیق ګزارش د حاصلولو او په ورته وخت کې د بیکارۍ کچې کمښت، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو، د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره د برنامو په لاره اچول، د غوره او معیاري کار ترویج، د ټولګټو پروژو د تطبیق د څرنګوالي، ولسونو ته د آسانتیاوو برابرولو او د کاري شرایطو د ښهوالي په موخه د معیارونو د تطبیق په اړه هر اړخیزه خبرې اترې وشوې ترڅو په ټولنه کې شته شتونزې تر یو بریده حل او هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
په پای کې د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب کمیټې ته لارښوونه وشوه؛ چې متعهدو وزارتونو او بنسټونو سره ناستې تنظیم کړي.

Latest news

Mon, Aug 04 2025 3:02 PM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Balkh Governor

 

Alhaj Mawlawi Mohammad Zahid, the Deputy Minister of Labor Affairs, during his official visit to Balkh province, met with Alhaj Mohammad Yousaf Wafa, the Governor of Balkh.

During. . .

Mon, Jul 28 2025 6:57 PM
Background image

Legal Process of Deploying Skilled and Professional Afghan Workers to foreign countries officially Launched

The Ministry of Labor and Social Affairs has officially launched the legal process for deploying skilled and professional Afghan workers to foreign countries for the first time.

Mullah. . .

Sun, Jul 27 2025 4:00 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Meets with Ambassador of the Islamic Republic of Iran to Kabul

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, met today in his office with the Ambassador of the Islamic Republic of Iran to Afghanistan, Mr. Ali Reza. . .

BACK TO NEWS