د کار چارو معین هېواد د ماشینرۍ اتحادیې له رئیس سره وکتل

media_admin
Thu, May 08 2025 8:37 AM
ماشینرۍ اتحایه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د ماشینرۍ اتحادیې له رئیس محمد اسحاق عزام او نورو استازو سره وکتل.

په پیل کې د افغانستان د ماشینرۍ اتحادیې رئیس محمد اسحاق عزام په خپلو خبرو کې د کاري فعالیتونو د پراختیا په وړاندې د شته ستونزو، ننګونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک او بهرنیو او کورنیو اتباع ته د کار جوازونو د وېش په برخه کې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د ذکر شویو ستونزو د حل په موخه د همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او هر ډول سوداګرۍ او پانګه‌اچونې ته مناسب فرصت او زمینه برابره ده او د هېڅ کورني او بهرني سوداګر په وړاندې کومه ستونزه شتون نه‌لري او له دوی څخه قوي ملاتړ کېږي.

مولوي احمدزي زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت پالیسي هم همدا ده؛ چې د لویو پروژو په استخدام کې د بهرنیو وګړو پر ځای؛ کورنیو وګړو او همدارنګه د صنعتي او ماشنیري ځواک پرځای، بشري ځواک استعمالولو ته ترجیح ورکړو.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS