د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د انفرادي پوهاوي د پروګرامونو لړۍ روانه ده

media_admin
Mon, Aug 11 2025 4:23 PM
ارتقای ظرفیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دې وزارت د کار چارو معینیت اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو د انفرادي پلان‌جوړونې تر عنوان لاندې د انفرادي پوهاوي یو ورځینی روزنیز پروګرام جوړ شو.

د دې پروګرام په پیل کې، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې په یوه ادارې یا سازمان کې د پلان پر تطبیق، ارزښت، په خپل وخت د چارو ترسره کولو، په ورځینو چارو کې د همکارۍ په اړه هر اړخیزه خبرې وکړي.

ورپسې د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محب‌الله حبیبي هم په خپله لنډه وینا کې د دې روزنیزې برنامې د ارزښت او ګټو سربېره، د دې برنامې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو چارو او د انفرادي پلانونو په جوړولو کې په غوره توګه استفاده وکړي.
هېره دی نه وي؛چې له دې وړاندې یاده روزنیزه برنامه؛ د ټولنیزو چارو معینیت کارکوونکو ته هم ورکړل شوې وه.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS