کونړ کې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشل شوې

media_admin
Wed, Sep 10 2025 11:58 AM
کونړ

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوه‌ګَل سیمې ۲۴۸۲ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

زلزله‌ځپلو کورنیو ته؛ په یادو مرستو کې  څه باندې د دوه‌نیم میلونو(۲۰۶۴۵۶۰) افغانیو په ارزښت نغدې پیسې، خیمې، د آشپزخانې وسایل، دوشکې، کمپلې، جامې، څراغونه او پاخه‌شوي خواړه؛ ترلاسه کړل.

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو  رئیس مولوي مجیب‌الله عمر په خپلو خبرو کې د همکارو مؤسساتو څخه د مننې سربېره وویل؛ د افعانستان اسلامي امارت هوډمند دی، چې د زلزله‌ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه آسانتیاوې او سهولتونه ورته برابر کړي.

همداراز نوموړي، له همکارو  کورنیو، نړیوالو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS