د روان کال په دوه‌یمه ربعه کې ۱۱۷ امارتي او غیرامارتي  ادارې تفتیش شوي دي 

media_admin
Mon, Oct 13 2025 10:47 AM
تفتیش

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ کال په دوه‌یمه ربعه کې ۱۱۷ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.
 په یادو ۱۱۷ ادارو کې ۹ امارتي او مستقلې ادارې، ۶۹ تولیدي شرکتونه، ۲۱ خصوصي روغتونونه او ۱۸ داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو تفتیش ترسره شوی دی، چې په پایله کې یې ۱۹۴۲۴ تنه هېوادوال او ۱۸۵ تنه  خارجي وګړی؛ په ګوته شوې چې د کار جوازونه یې نه درلودل؛ او د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د بشرې ځواک لوی ریاست ته په رسمي ډول معرفي شول  او همدارنگه په کاري چاپیریال کې د را ولاړ شویو اختلافاتو ۲۸ قطعو عرایضو ته رسېدنه شوې.
هېره دی نه وي؛ چې په ادارو کې د تفتیش چارې د قوانینو، اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کیږي، چې په کاري چاپېریال کې د فساد، بې‌نظمۍ او غفلت د مخنیوي سربېره؛ د کارګرانو د حقوقو، امتیازاتو، ایمني، مزد او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافه‌کارۍ پوښتنه او پلټنه هم کېږي؛ ترڅو کارګرانو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپېریال برابر شي.

Latest news

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

Tue, Oct 07 2025 2:36 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Assessed the Situation of Students Residing in Orphanage Centers

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, during his official visit to Nangarhar and Kunar provinces, assessed the condition of students residing in. . .

Tue, Sep 23 2025 9:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of Construction Companies’ Union

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with Hamidullah Habibi, the head of the Union of Construction Companies in Afghanistan, in his office.

. . .

BACK TO NEWS