د روان کال په دوهیمه ربعه کې ۱۱۷ امارتي او غیرامارتي ادارې تفتیش شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ کال په دوهیمه ربعه کې ۱۱۷ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.
په یادو ۱۱۷ ادارو کې ۹ امارتي او مستقلې ادارې، ۶۹ تولیدي شرکتونه، ۲۱ خصوصي روغتونونه او ۱۸ داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو تفتیش ترسره شوی دی، چې په پایله کې یې ۱۹۴۲۴ تنه هېوادوال او ۱۸۵ تنه خارجي وګړی؛ په ګوته شوې چې د کار جوازونه یې نه درلودل؛ او د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د بشرې ځواک لوی ریاست ته په رسمي ډول معرفي شول او همدارنگه په کاري چاپیریال کې د را ولاړ شویو اختلافاتو ۲۸ قطعو عرایضو ته رسېدنه شوې.
هېره دی نه وي؛ چې په ادارو کې د تفتیش چارې د قوانینو، اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کیږي، چې په کاري چاپېریال کې د فساد، بېنظمۍ او غفلت د مخنیوي سربېره؛ د کارګرانو د حقوقو، امتیازاتو، ایمني، مزد او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافهکارۍ پوښتنه او پلټنه هم کېږي؛ ترڅو کارګرانو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپېریال برابر شي.