په شکردرې ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
Mon, Dec 29 2025 3:33 PM
شکردره

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري دا ځل د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د د ولسوالۍ په کچه؛ د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست‌غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو پر ارزښت خبرې وکړي.

همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلې هلې‌ځلې ونه سپموي.

ورپسې د شکردرې ولسوال الحاج قاري فدامحمد فدایي هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او ارزښناک ګام دي، چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را کمې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS