د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

media_admin
Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
شورای عالی کار

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسوولینو په ګډون د کارموندنې، اقتصادي ودې، د کارګرو د کاري حقوقو د خونديتوب او په کاري چاپېریال کې د عدل او توازن په موخه د کار عالي شورا څلورمه نوبتي ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې الحاج ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې د کار عالي شورا د ارزښت سربېره وویل: د هېواد په سطحه د کارپنځونې په محور د ملي اقتصادي ودې، د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو ترمنځ د غوره همغږۍ، د داخلي تولیداتو پر پراختیا، د صادراتو د کچې لوړولو او پر وړاندې یې د شته ستونزو د تشخیص، د کم کیفیته توکو له وارداتو څخه د مخنیوي پر څرنګوالي، د نړیوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد د څرنګوالي په اړه په تفصلي ډول خبرې وکړې.

همداراز الحاج ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې په موخه د کرنې، مالدارۍ او بولګولو، د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو  او خصوصي سکتور سره په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي.

ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وويل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، ترڅو د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ د کارګرو حقونه خوندي کړي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ناستې په پای کې د ټولو اړخونو له لوري پرېکړه وشوه، چې د کار عالي شورا به د منظمې همغږۍ او دوامداره ناستو له لارې د کاري اړیکو د تنظیم، د ټولنیزعدالت د ټینګښت او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندی کړي.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS