پکتیا کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکی توکي ووېشل شول
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي؛ اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره او چای ووېشل شول.
د مرستې د وېش پر مهال د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت، په خپلو خبرو کې د ټیکا موسسې د ارزښتناکو مرستو څخه مننه وکړه او همدارنګه له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې د اړمنو، بېوزلو کورنیو ملاتړ وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه مرسته نه یوازې د کورنیو عاجلې اړتیاوې پوره کوي، بلکې د ټولنې په کچه د انسجام او بشري ارزښتونو پراختیا لپاره هم مهمه ده.
