د کار چارو معین د کارګرو روغتیا ته د زیان‌رسونکو شغلونو او حرفوي ناروغیو د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت او د علومو اکاډمۍ له استازو سره وکتل

media_admin
Tue, May 19 2026 2:37 PM
شغل های مضر صحت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د هغو شغلونو په اړه چې د کارګرو روغتیا ته زیان رسوي او د حرفوي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي د عامې روغتیا وزارت او علومو اکاډمۍ له استازو سره ګډه ناسته ترسره شوه.

په پیل کې د کار چارو معین راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: کارګر د هر هېواد د اقتصاد د ملا تیر ګڼل کېږي؛ نو اړینه ده چې په زیان‌رسوونکو او خطرناکو شغلونو کې د خوندیتوب اصول په جدي ډول مراعات او عملي شي.

همداراز مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام د کارکوونکو د حقوقو خوندیتوب، د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو او د هغوی د هوساینې لپاره لازم تدابیر نیول د هرې ادارې اساسي مسئولیت وباله.

په پای کې د یادو ادارو استازو هم په خپلو خبرو کې د کارګرو د حرفوي ناروغیو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو لارو چارو، د خوندیتوب اصولو د عملي کېدو او د کارکوونکو روغتیا د ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې.
هېره دی نه وي؛ چې د عامې روغتیا او نورو امارتي ادارو په مرسته؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي ترڅو هغه حرفي او شغلونه په ګوته کړي؛ چې په لنډمهال او اوږدمهال کې د کارګرو روغتیا ته زیان  رسوي.

د یادولو ده، چې په یاده ناسته کې د کار چارو مشاور مولوي محمد کریم حنفي، د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اړوندو ریاستونو استازو هم حضور درلود.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS