کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
Sun, Sep 13 2026 3:09 PM
کمپ امید

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، بوټ‌ګنډلو، بېګ‌ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تصدیق‌پاڼې ترلاسه کړې. په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظیم ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی، چې له زده‌کړو او مسلکي مهارتونو سره سمبال کسان بېرته خپلو کورنیو او ټولنې ته وړاندې کېږي، څو له دې وروسته د ټولنې پر اوږو بار نه، بلکې د ماهرو کارګرانو په توګه به د کار بازار ته داخل شي. همداراز، نوموړي له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره توګه استفاده وکړي او د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د پیدا کولو وسیله وګرځي. ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز آمر مولوي عبدالباقي خیرخواه هم په خپلو خبرو کې، په هېواد کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فعالیتونو ترڅنګ، د معتادینو راټولول، درملنه او له درملنې وروسته هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرول، د هغوی د بیا ادغام لپاره اغېزمن اقدام وباله. مولوي خیرخواه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د معتادینو د درملنې ترڅنګ هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابرول د دې لامل کېږي چې له درملنې وروسته بېرته پر خپلو پښو ودرېږي، د کار او عاید زمینه ورته برابره شي او په ټولنه کې د یوه فعال او مسئول وګړي په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. د یادونې وړ ده چې له یادو فارغ شویو کسانو څخه د خیاطۍ حرفې زده‌کوونکو ته کاري وسایل هم ووېشل شول.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 12:32 PM
Background image

Deputy Labor Minister Addresses Prisons Training Seminar

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at a training seminar organized by the General Directorate of Prisons. . .

Mon, Oct 19 2026 11:19 AM
Background image

The Seventh Regular Meeting of the High Labor Council

 

The seventh regular meeting of High Labor Council held under the leadership of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, to review proposals. . .

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

BACK TO NEWS