علاولدین روزنتون کې د معلم درانه مقام او ورځې په ویاړ غونډه جوړه شوه.

publish
Sat, Oct 05 2019 3:56 PM
۲

غونډه چې په همدې موخه د علاوالدین روزنتون غونډو تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، د روزنتونونو لوی رئيس فیضان احمد کاکړ، د علاوالدین روزنتون مشرې منیژه سادات، د وزارت یو شمیر نورو رئیسانو، د علاوالدین روزنتون ښوونکو او ګڼ شمیر ماشومانو ګډون کړی وه. 

په غونډه کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د معلم ورځې مبارکۍ تر څنګ د معلم مقام ډیر دروند او محترم یاد کړ، و یې ویل، چې زموږ ستر لارښوود حضرت محمد ص هم معلم وه او د معلم مقام ته درناوی یې ډیر مهم یاد کړی دی.

ښاغلي جیلاني همدارنګه د معلم مقام ته د درناوي علاوه د هغوی د حقونو په ښه کولو تاکید و کړ او له معلمانو یې وغوښتل څو د ماشومانو په لا ښه روزنه کې د مهربانۍ او ښې رویې څخه کار واخلي.

د روزنتونونو لوی مشر فیضان احمد کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې ښوونکي د ډیوې په څیر دي، خپله ځان سیځي؛ خو نورو او ټولنې ته رڼا ور بښي، نوموړي همدارنګه وویل، چې ښوونکي د ماشومانو په ښه روزلو سره کولای شي، ټولنې ته وړ او د ټولنې په ګټه کدرونه وړاندې کړي او هیله یې څرګنده کړه، چې ټول درانه معلمین او والدین باید ماشومانو ته په شخصیت قایل او شفقت پرې و کړي. 

د معلم ورځې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د علاوالدین روزنتون مشرې منیژه سادات، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر محمد یونس صدیقي، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون اداري رئیس بریالي ابدالي او د ماشومانو ساتنې شبکې مشر نجیب الله اخلاقي هم خبرې و کړې، دوی د معلم نړیوالې ورځې نمانځنه په حقیقت کې د معلم مقام ته درناوی و ښود او معلم یې د انسانانو په شخصیت جوړونه کې یو باارزښته شخص او په ټولنه کې هغه څوک چې تل هڅه کوي خپله دنده په ډیر اخلاص او صداقت سره سرته و رسوي، یاد کړ.

په غونډه کې د علاوالدین روزنتون ماشومانو د معلم ورځې په ویاړ ترانې او تمثیلي ټوټې وړاندې کړې او غونډه د روزنتون یو شمیر معلمینو ته د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته و رسیده.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS