د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ترکیې هیواد د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک چې اساسي موخه یې د دوو هیوادونو د اړیکو پياوړتیا وه، چې د اسلامي همکاریو سازمان د کار وزیرانو د غونډې په څنډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات او د ترکیې هیواد د ټولنیزو خدماتو او کورنۍ وزیرې میرمن زهرا زومروت سلچوک له خوا لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال دواړو لوریو کاري زمینو برابرولو په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا، د کارګرانو د استخدام، د ټولنیزو چارو اړوند د تجربو شریکولو باندې تاکید او تعهد و کړ.
د ویلو دی، چې دغه هوکړه لیک په درې ژبو( انګلیسي، ترکي او فارسي) ژبو د ترکیې استانبول ښار کې لاسلیک شو.
