د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر خپل ایراني سیال سره وکتل

publish
Sat, Jul 04 2020 11:18 AM
3

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر سید انور سادات، ایران ته په خپل دوه ورځني سفر کې له خپل ایراني سیال د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزیر ښاغلی محمد شریعتمداری سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې چې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رییسې ندیمې سحر هم ګډون درلود، په ایران کې د افغان کارګرانو فعالیت قانوني کیدل تر ټولو مهم وګڼل او د هغوی د هویت په تثبیت او د رسمي کار جواز په صدور ټینګار و شو، بهر ته د افغان کارګرانو د لیږلو او استخدام مسوده ایراني لورې سره شریکه شوه او پر دې پریکړه وشوه، چې دا طرحه په تخنیکي کمیټه کې تر بحث لاندې ونیول شي چې په پایله کې یاده تخنیکي کمیټه جوړه او لمړنۍ ناسته یې د ایران په پلازمینه تهران کې ترسره کړه.

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزیر ښاغلی محمد شریعتمداری ټینګار وکړ، چې د کارګرانو تنظیم او استخدام تړون باید د ستراتیژیکو همکاریو هراړخیز سند سره هم مهاله نهایي او لاسلیک شي. په همدې اساس بهر ته د کارګرانو لیږد او استخدام طرحه د ستراتیژیکو همکاریو هراړخیز سند په نهایي کیدو پورې وتړل شو.

د ایران اسلامي جمهوریت د تعاون، کار او ټولنیزې هوساینې وزیر ټینګار وکړ، چې ایران میشته افغانان نه یوازې کارګر بلکې کارګمارونکي هم دي، چې د دیرش زرو په شاو خوا کې افغان کارګمارونکو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، هغوی ډیر شمیر فعال او مهم تجارتي شرکتونه لري چې شپیته سلنه یې په صنایعو او څلویښت سلنه یې په خدماتي فعالیتونو بوخت دي، اته سوه زره افغان کارګر په غیرمجاز ډول فعالیت کوي او د ایران دولت دوه سوه زرو افغان کارګرانو ته د کار جواز صادر کړی دی.

همدا راز د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په تهران کې د امام خمیني بنسټ د مرستو کمیټې له رئیس سره د همدې بنسټ په مرکزي دفتر کې وکتل.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د امام خمیني بنسټ د فني او حرفوي تعلمیاتو په ډګر کې د افغانستان له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له تلپاتو همکاریو مننه وکړه.

د ویلو ده چې د امام خمیني مرستو بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په چوکاټ کې د افغانستان په شپږو ولایاتو کې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه تمویل او تجهیز کړې دي او کار روزونکو ته روزنه ورکوي، چي په کلني ډول هر کال شپږ زره تنه نارینه او ښځینه په یادو مرکزونو کې روزنه ترلاسه کوي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS