په هېواد کې د بېکارۍ يو له لوی عامل ناامني دی.

publish
Tue, Oct 06 2020 1:24 PM
4

د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي، په افغانستان کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ټولنې پرانست غونډه کې وويل: په کور دننه د کار موندنې لپاره د کار قوه، کرنيز فرصتونه، کانونه، خام مواد او هر ډول نور امکانات لرو؛ اما بدبختانه يو لوی عامل چې په هيواد کې د دې ټولو مخه يې نيولې او د بېکارۍ سبب ګرځيدلې، ناامني دی.

ښاغلي هاشمي دې ناسته کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو اړوند وويل چې تر دې مهاله د کارموندنې ۷۲ خصوصي شرکتونه د کار جوازونه تر لاسه کړي دي، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره به په همغږۍ کار کوي او هغه شرکتونه چې د کار جواز و نه لري، په هيڅ صورت به دې ملي پروسه کې فعاليت و نه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهاله ۱۴ هيوادونو له افغان حکومت څخه د مسلکي کارګرانو غوښتنه کړې ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يادې ملي پروسې د پيل په موخه د بهرنيو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو سره بهر ته د کارګرانو د رسمي ليږد او هوکړه ليکونو د هر څومره ژر لاسليک کولو پر سر کار کوي.

د کاري چارو مرستيال وويل: هغه کارګران چې د دې ملي پروسې له لارې بيرونيو هيوادونو ته ليږل کيږي، د ټولو کاري حقوقو( د ژوند او کار بيمه) څخه برخمن کيږي.

د کارموندنې خصوصي شرکتونو ټولنې مشر نورالله فداوي بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار جواز ور کولو او همکارۍ په برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه مننه و کړه او د خصوصي سکتور له مسؤلينو يې و غوښتل، چې د مسلکي کارګرو روزلو ته زياته پاملرنه و کړي، څو د يادې ملي پروسې د رسمي پيل سره سم په کافي اندازه مسلکي او د بيرونيو هيوادونو د کار بازار مطابق کارګرو و لرو.

ښاغلي فداوي ژمنه و کړه، چې ياده ملي پروسه کې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په ښه همغږۍ کار و کړي.

د کارموندنې خصوصي شرکتونو ټولنې پرانست غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست محمد قاسم حليمي او د خصوصي شرکتونو ځينو استازو هم خبرې و کړې؛ دوی د کارموندنې برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له هڅو او د يادې ټولنې د پرانستې څخه خوښي و ښوده او له خصوصي سکتور مسؤلينو يې و غوښتل چې د ظرفيت لوړولو برخه کې زياته هڅه وکړي؛ څو افغان کارګر بهر له هيواده د نورو هيوادونو کارګرو سره د ښې کاري سيالۍ جوګه شي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS