کندز کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو 

media_admin
Mon, Oct 20 2025 12:25 PM
کندز

 د کندز ولايت کار او ټولنیزو چارو رياست له لوري؛ د یاد ولایت اړوند دشت آبدان سیمه کې ۶۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته د بيک‌ګنډلو او د برېښنايي وسایلو ترميم  په حرفو کې د شپږمیاشتنیو نظري اوعملي زده کړو زمینه برابره شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني په خپلو خبروکې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا خپل مسئولیت ګڼي، ترڅو په ټولنه کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په مختلفو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، چې په دې سره به دوی وکولی شي هغوی د دوامداره کار روزګار څښتن شي.
همداراز نوموړي هغوی ته په خطاب کې وویل: چې دا ستاسو لپاره یو ارزښتناک فرصت دی؛ هڅه وکړئ له دې فرصت او وخت څخه ګټه واخلئ، بیا هېڅکله دې شومې پدیدې ته مخه مه کوئ او د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې ګټلو وسیله وګرځئ.

Latest news

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

Tue, Oct 07 2025 2:36 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Assessed the Situation of Students Residing in Orphanage Centers

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, during his official visit to Nangarhar and Kunar provinces, assessed the condition of students residing in. . .

Tue, Sep 23 2025 9:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of Construction Companies’ Union

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with Hamidullah Habibi, the head of the Union of Construction Companies in Afghanistan, in his office.

. . .

BACK TO NEWS