د کار چارو معین د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نوي معین په معرفي غونډه کې ګډون او وینا وکړه 

media_admin
Wed, Oct 22 2025 3:18 PM
معین کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نوي معین شیخ محمد قاسم خالد په معرفي غونډه کې ګډون او وینا وکړه. 
غونډې ته د کار چارو معین په خپلو خبرو کې د نشه‌يي توکو له امله په  ټولنه، اقتصاد او انساني قشر د رامنځته شویو ناوړو اغېزو د یادونې سربېره وویل: نشه‌یي توکي نه یوازې د عامو خلکو ژوند ګواښي، بلکې د هېواد د پرمختګ په وړاندې ستر خنډ هم ګڼل کېږي.
مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت له بیاځلي حاکمیت څخه وروسته؛ تر دې دمه پورې له نشه‌یي توکو سره غوره مبارزه شوې، کښت او قاچاق یې مطلق بند شوی او ټولنې ته د مسؤل شخص په توګه له اعتیاد څخه رغېدلو پر بیاځلي ادغام باندې هم کار شوی دی؛ چې له نېکمرغه تر اوسه پورې په زرګونه رغېدلو هېوادوالو ته مو فني او حرفوي زده‌کړې ورکړي او دا لړۍ په مرکز او ولایاتو کې دوام لري.
 همداراز مولوي احمدزي  ډاډ ورکړ، د ا.ا.ا په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی، تر څو په ټولنه کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په مختلفو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، چې په دې سره به دوی وکولی شي د دوامداره کار روزګار څښتن شي.
په پای کې نوموړي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نوي معین شیخ محمد قاسم خالد ته د مسؤلیت مبارکي وویله او له ټولو اړوندو ادارو یې د ګډ کار، په چارو کې د مؤثرې همغږۍ او ګټورو اقداماتو غوښتنه وکړه، څو د یادې پدیدې پر وړاندې اغېزناک ګامونه پورته شي.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:18 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with Representatives of Industrialists

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with representatives of industrialists from the private sector, as well as other members. . .

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

Tue, Oct 07 2025 2:36 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Assessed the Situation of Students Residing in Orphanage Centers

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, during his official visit to Nangarhar and Kunar provinces, assessed the condition of students residing in. . .

BACK TO NEWS