د کار انسټیټیوټ له لوري په بېلا بېلو ولایتونو کې د ظرفیت لوړونې ښوونیزې برنامې پیل شوې

media_admin
Thu, Nov 13 2025 8:36 AM
ظرفیت‌لوړونه


د کار او ټولنیز چارو وزارت؛ د کار انسټیټیوټ له لوري په مرکز کابل، پروان او هرات ولایتونو کې د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیزې برنامې پیل شوې.
په کابل کې د کار انسټیټیوټ او روزنتون کې د فني او حرفوي زده‌کړو استادانو او دهغوی مربیونو ته د تربیتي ارواه‌پوهنې او د ښونیزو نصابونو تطبیق او په هرات او پروان ولایتونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو استادانو، ښونیزو مدیرانو او د هغوی مربېونو ته د تدریس عمومي مېتودونو تر نامه لاندې روزنیزې برنامې پیل شوې، چې په دې سره به د کارکوونکو د مسلکي پرمختګ، په چارو کې د غوره خدماتو وړاندې کولو، د کارکوونکو او مراجعینو ترمنځ د ښو مناسباتو او اړیکو رامنځته کولو، د کاري فضا د ښه‌والي او پر وخت سره د مراجعینو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د دولسو امارتي ادارو کار کوونکو ته د غونډې مدیریت ترنامه لاندې ښونیزه برنامه پیل شوې وه؛ چې پرون پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS