د تېر مالي کال په څلورمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د تېر مالي کار په څلورمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د راپور له مخې په دې ربعه کې د کارموندنې یوولسو خصوصي شرکتونو ته ۱۹۶۲ تنه هېوادوالو د کارموندنې په موخه مراجعه کړې ده؛ چې د شرکتونو له چاڼ، تصدیق اوغوراوي وروسته ۷۳۷ تنه مختلفو ادارو، شرکتونو او فابریکو ته د کار په موخه ورپېژندل شوي دي، چې په پایله کې یې ۲۷۶ تنه جذب او کار ترلاسه کړي دي.
