کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
Thu, Oct 22 2026 10:06 AM
فراغت


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ برخو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د فراغت تصدیق‌پاڼې یې ترلاسه کړې.
په همدې مناسبت جوړې شوې  فراغت غونډې ته د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، مولوي رحیم‌الله صراح، فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې فني او حرفوي زده‌کړې د ځوانانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو او د اقتصادي خپلواکۍ په تأمین کې مهم رول لري. نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل، چې خپلې زده‌کړې او ترلاسه شوې مهارتونه په عملي ډګر کې وکاروي، څو له یوې خوا د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د ګټلو زمینه برابره کړي او له بلې خوا د هېواد د ځان‌بسیاینې، د بېکارۍ د کچې راټیټولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
مولوي صراح د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه او د کارموندنې فرصتونه پراخ شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو مراسمو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز مسئولینو او استادانو هم حضور درلود.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 12:32 PM
Background image

Deputy Labor Minister Addresses Prisons Training Seminar

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at a training seminar organized by the General Directorate of Prisons. . .

Mon, Oct 19 2026 11:19 AM
Background image

The Seventh Regular Meeting of the High Labor Council

 

The seventh regular meeting of High Labor Council held under the leadership of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, to review proposals. . .

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

BACK TO NEWS