د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پراختیایي مرستو په ناسته کې ګډون وکړ.

publish
Sat, Jul 04 2020 11:30 AM
4

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې پراختیایي مرستو ناسته د مالیې وزارت د مالي او ادراي مرستیال ښاغلی عبدالحبیب ځدران په مشرۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلی مسعودالله اوریاخیل او د نورو وزارتونو ځینې مرستیالانو په ګډون د مالیې په وزارت کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د اروپایي ټولنې پراختیایي همکاریو رئیس ښاغلی سټیفن لاک او د هغه سره مل تخنیکي ټیم د ویډیو کنفرانس له لیارې په یاده غونډه کې خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې د افغانانو لپاره د یادې ټولنې په نورو اضافي مرستو هم ټینګار وشو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلی مسعودالله اوریاخیل، د یاد وزارت په لمړنیو طرحو او په راتلونکی کې د هغو د تمویل په څرنګوالی خبرې وکړې، زیاته یې کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار ملي انسټیټیوټ د جوړیدو لپاره هر اړخیزه طرحه تر لاس لاندې ده او په یاد ډګر کې د نړیوالو همکارانو مرستې ته اړتیا دی.

سربیره پر دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار بازار له اړتیاوو او کاري فرصتونو ایجاد سره سم فني او حرفوي زده کړو مفصله طرحه ترتیب کړې ده، چې د نړیوالو تمویل کوونکو بنسټونو د جدي همکارۍ په صورت کې د هغې له لیارې کولای شو، چې څلویښت زره بیکاره ځوانانو ته د رورنې او د کار فرصتونه برابریدلی شي او همدارنګه ځلویښت زرو کوچنیو متشبثینو ته د هغوی سوداګریز پلان په مقابل کې نقدي بلاعوضه مرستې د هغوی کاروبار ملاتړ په موخه ورکول کیږي، چې د بیکاره ځوانانو لپاره د کار برابر فرصتونه منځته راتللی شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د نړیوالو همکاره بنسټونو مالي ملاتړ په صورت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي، چې د هیواد په ۱۲ سرحدي او لږ پرمختللو ولایاتو کې د فني او حرفوي زده کړو دورې جوړې کړي، څو وکولای شي له دې لیارې په یادو سیمو کې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي او د اقتصادي پراختیا لپاره ماهره کارګران و روزي.

په یاده غونډه کې همداراز د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي، افغانستان لپاره د یادې ټولنې پر پرمختیایي مرستو، د حکومت له لمړیتوبونو په نظر کې نیولو سره د مرستو اغیزمنتیا، د پرمختیایي پروژو پر تمویل او تطبیق او نور مهمو موضوعاتو او مسائلو خبرې اترې وشوې.

د یادولو دی، چې اروپایي ټولنه د افغان حکومت له اصلي تمویل کوونکو شمیرل کیږي، چې په هیواد کې لمړیتوب ته په کتو سره اړینې پرمختییایي پروژې تمویلوي.

 

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS