خوست کې ۳۸ تنه ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۲
Khost

د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د سواد، لبنیاتو او خیاطۍ حرفو؛ ۳۸ تنه استادانو ته پنځه ورځینی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي آمر صاحب جان حقاني په خپلو خبرو کې د COARهمکارې موسسې څخه د مننې سربېره ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: تاسو ته اوس یو لوی امانت او مسؤلیت درسپارل کېږي، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړئ، ترڅو په چارو کې غوره والي او اسانتیاوې رامنځته شي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له نورو همکارو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته ورکشاپونو او سیمینارونو په جوړیدو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۶
Background image

کابل کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
Background image

د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه. . .

بیرته خبرونو ته