د وړکتونونو لوی ریاست

د وړکتونونو لویې رییسې محترمې حوریې سردارزاده لنډ ژوندلیک

حوریه سردارزاده په ۱۳۷۰ هجري شمسي کال، په کندز ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي.  لمړنی ښوونځی یې تر شپږم ټولګي یې په خپل ولایت کې سرته رسولي  او وروسته بیا د پاکستان پیښور ښار ته مهاجره شوه چې د طالبانو رژیم له ړنګیدو او د نوی حکومت له جوړیدو وروسته بیرته خپل هیواد ته راستنه شوه او د قاري عبدالله په منځني ښوونځي  کې د اووم ټولکې د سویې آزموینې له تیرولو وروسته  په اتم ټولګی کې شامله شوه او په ۱۳۸۵ کال کې له آریانا لیسې څخه په عالي درجه فارغه شوه او د کانکور آزموینې له بریالی تیرولو وروسته په ۱۳۸۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالې شوه. همداراز هم مهاله د یوې رضاکارې په توګه له نۍ( د افغانستان له آزادو رسنیو څخه د ملاتړ کوونکی اداره) سره په کار پیل وکړ او له څه وخت وروسته  د رسنیو او عصري ژورنالیزم په برخه کې د ښوونکی مرستیالې او خبر ویونکې په توګه دنده سرته ورسوله.

آغلې سردارزاده په ۱۳۸۹ کال کې د سلام وطندار له راډیو سره د ځوانانو روغتیا پروګرامونو د تهیه کوونکوی او همغږی کوونکی په توګه دنده پیل کړه او تر ۱۳۹۱ یادې دندې ته ادامه ورکړه.

محترمې سردارزادې خپلې ماسټرۍ زده کړې د ژبو پیژندلو په برخه کې په ۱۳۹۳ کال کې په بریالی ډول سرته ورسولي  او په عین حال کې د یوې رضاکارې په توګه د پوهنتون له استادانو او د روښان له تعلماتي انسټیټیوټ سره هم کار کاوه.

د ۱۳۹۳ کال د جوزا په میاشت کې آغلې حوریه د یو آزادې سیالۍ له لارې  د اوبو رسولو او  ښاري کانالیزاسیون لوی ریاست کې د بهرنیو اړیکو لویې مدیرې په توګه  وټاکل شوه او درې میاشتې یې  د استراتیژیکو اړیکو آمریت سرپرستې په غاړه درلوده او یو  څه مودې وروسته د بشري منابعو آمري په توګه د ۱۳۹۶ کال د اسد تر میاشتې په یاد بنسټ کې دنده ترسره کړه.

په ۱۳۹۷ کال د جدي په میاشت کې د جلالتمآب ولسمشر په حکم د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشرۍ مشاوریت کې د کارپوهې په صفت وټاکل شوه.

آغلې له ۱۳۹۷  کال راهیسې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا؛ ملي لمړیتوب په پروژه کې د مرستیالې په توګه مقرره شوه او اوس هم د ولسمشر حکم په بنسټ د وړکتونو لوی ریاست سرپرستې په توګه دنده ترسره کوي.