د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
تلویزیون ملی


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل.
د ناستې په پیل کې د ټولنیزو چارو معین وویل: د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د دولت رسمي رسنیز بنسټ دی، چې کولای شي د راډیو او تلویزیون له لارې په مرکز او ولایاتو کې له خپلو کورنیو څخه د ورک شوو ماشومانو په پیدا کولو، د هغوی په اړه د اعلاناتو په خپرولو، د ټولنیزو برنامو په جوړولو او انعکاس، له زیان سره د مخ اقشارو او په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه د عامه پوهاوي له لارې د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
مولوي عبیدالله امین‌زاده د ملي راډیو تلویزیون له رئیس څخه وغوښتل چې له کورنیو څخه د ورکو شویو ماشومانو په بېرته یوځای کېدو او د عامه پوهاوي برنامو په خپرولو کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
ورپسې د ملي راډیو تلویزیون لوی رئیس ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولینزو پروګرامونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی, ترڅو په ټولنه کې له زیان سره د مخ ټولو اقشارو ستونزې او ننګونې هېوادوالو سره شرېکې شي او په یاد ډګر کې د هغوی همکارۍ او مرستې را جلب کړي.
په پای کې د دواړو اړخونو لخوا د دوامدارو همکاریو او ګډو رسنیزو نوښتونو پر پراختیا هوکړه وشوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته