د کار او ټولنیزو وزرات کې د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د فعالېدو په موخه، هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني ترمنځ، د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د رامنځته کېدو او فعالیت په موخه، هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وويل: آسان وظيفه سيسټم به وکولای شي چې د کار غوښتونکي او کارورکونکي ترمنځ واټن لنډ کړي، د با استعداده قوې استخدام آسان کړي او دقيقې کاري سروې په لاره اچولو کې اغيزمن تمام شي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري د برېښنايي حکومتولۍ په ترويج کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هلو ځلو ستايلو ترڅنګ زیاته کړه: کوم سیسټمونه چې اوس مهال فعالېږي دا به د کارونو په مدیریت او د چارو د آسانتیا په برخه کې تر ډېره مرسته وکړي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په خپلو خبرو کې وویل: د وخت اړتیاوو ته په کتو هڅه کوو، چې له معلوماتي تکنالوژۍ څخه په ګتې اخېستنې سره امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د چارو د آسانتیا په موخه پرمختللي سیسټمونه فعال کړو ،چې په دې برخه کې هڅې روانې او یاد سیسټمونه به په خپل وار به د اړوندو ادارو په اختیار کې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د اسنادو د مدیریت جوړ شوی سیسټم به د اسنادو ثبت، انتقال او تعقیب په مؤثر،، خوندي او شفاف ډول تنظیم کې آسانتیاوې برابرې او له لارې به یې مراجعین وکولای شي په انلاین ډول خپل اسناد او د سندونو وروستی حالت وګوري چې په کومه برخه کې تر کار لاندې دي.
همدا ډول د آسان وظیفې سیسټم له لارې به د هېواد په کچه امارتي ادارې او خصوصي سکتور وکولای شي خپل خالي بستونه اعلان ته وسپاري او کارکوونکو مدیریت، د دندې پلټنه د سوانحو خلص او د وړاندیزونو مدیریت یې نورې مهمې برخې دي.