د کار عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ، د صنایع او معدن خونو د وړاندیزونو د ارزونې او د تېرو پرېکړو د تعقیب په موخه، د کار عالي شورا اوومه نوبتي ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پیل کې د کار چارو معینیت استازي د ترسره شویو فعالیتونو او د تېرې ناستې د پرېکړو د تطبیق په اړه راپور وړاندې کړ.
ورپسې، د ناستې ګډونوالو د کورنیو او بهرنیو اتباعو لپاره د روغتیايي اسنادو او کار جوازونو د ترلاسه کولو په موخه د مناسبو بیو ټاکلو، د کورنیو وګړو لپاره د بایومټریک او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو بهیر د اسانه کولو، د کار جوازونو د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د کارګرانو د شکایتونو د ثبت لپاره د یوه مرکز د رامنځته کولو او د وړتیاوو د تثبیت له ریاست سره د کسبهکارانو او اهل حرفه اشخاصو د وړتیاوو د تثبیت په برخه کې د کارګري اتحادیو او خونو د همکارۍ په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
په پای کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې د کارموندنې د فرصتونو پر پراختیا، د ملي اقتصاد پر ودې، د کسبهکارانو او کوچنیو تولیدوونکو پر ملاتړ، د جوازونو د ترلاسه کولو د بهیر پر ساده کولو، د کاري ځواک د مهارتونو پر لوړولو، د کورنیو تولیداتو پر ودې او د بنسټیزو زېربناوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست رئیس مولوي عبدالمتین مولويزاده، د قواعدو، د کار شرایطو د ښهوالي او خوندیتوب رئیس مولوي حسیناحمد مدني، د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیر احمد راسخ، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسؤولینو هم ګډون درلود.
