په قرهباغ ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري دا ځل د کابل ولایت د قرهباغ په ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې کمېټه پرانیستل شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانېست غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.
همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه خپلې هلېځلې ونه سپموي.
ورپسې د قرهباغ ولسوال شیخ مولوي محمد شرین سحاب هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او نېک ګام دي چې په دې سره به د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را ټېټې شي.
د یادونې وړ ده، چې یاده کمېټه د هېواد په دوهسوه ولسوالیو کې د ۲۳ ډلو له زیان سره مخ ماشومانو د ستونزو د حل په موخه فعالیت کوي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی چې یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.