په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۸
پلچرخی زندان


د کار او ټولنیزو چارو وزارت او زندانونو چارو د تنظيم ادارې په همغږۍد فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا په موخه؛ د لومړي ځل لپاره  په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د ودانيو برېښنا، کمپیوتر او خياطۍ په حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملې زده‌کړو زمینه برابره شوه.
په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست‌غونډې ته د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او روزنې رئیس مولوي نظرمحمد ناصري په خپلو خبرو کې وویل: په زندانونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې د زندانیانو د اصلاح او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم ارزښت لري، ترڅو د حبس په جریان کې په بېلابېلو حرفو کې زده‌کړې ترلاسه کړي.
ورپسې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزی هم په خپلو خبرو کې وویل: د فني او حرفوي زده‌کړو برابرول د زندانیانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي او د جرمونو د تکرار د مخنیوي لپاره مهم رول لري.
همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د همکارو ادارو په همغږۍ سره هڅه کوي، چې د هېواد په زندانونو کې د فني او حرفوي زده کړو فرصتونه لا پراخ کړي، ترڅو بندیان له بند څخه تر خلاصون وروسته د مناسب کسب او کار څښتنان او خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پيداکولو سبب وګرځي.
په ورته وخت کې د زندانونو چارو د تنظيم ادارې نظامي معین الحاج محمد کاظم طارق په خپلو خبرو کې د زندانیانو او زندان ترمنځ د ګډو حقوقو او مسئولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له زده‌کوونکو څخه يې و غوښتل، ترڅو له وخت او زده‌کړو څخه په غوره توګه استفاده وکړي.
په پای کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس رحمت‌الله ګلزاد هم په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د حلال کسب او حلال رزق ترلاسه کولو په اړه په تفصيلي توګه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د همکارو ادارو په همغږۍ سره به په زندانونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو برنامو ته پراختيا ورکړو.
د یادونې وړ ده، چې په یاده پرانیست غونډه کې د کار چارو مشاور مولوي محمدکریم حنفي او د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظيم رئیس مولوي عبدالواحد فایز هم د کار چارو د معین ملتیا کوله.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته