پکتیکا کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو؛

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۹:۲۱
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته سفر وکړ او هلته یې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیست.
دې ناسته کې چې د مختلفو ولایتي ادارو مسؤلینو حضور درلود؛ د کار چارو معین خپله وینا کې څرګنده کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري، چې د فني او حرفوي زده‌کړو او ځینو نورو مؤثرو برنامو د تطبیق له لارې د بیکارۍ کچې په کمښت کې مثبت رول ولوبوي او دا دی پکتیکا ته زمونږ د سفر موخه هم د دې ولایت ۱۸۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکز پرانېسته ده، چې دې کې به په پنځو( برښنا، د موبایل ترمیم، موټرسایکل جوړونې، خیاطۍ او نجارۍ) حرفو کې ځوانان په شپږو میاشتنیو زده‌کړو بوخت شي.
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: هڅه به کوو ترڅو دا پروګرامونه د پکتیکا ولایت مختلفو ولسوالیو ته وغځوو ترڅو ډېر شمېر ځوانانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي ترڅنګ یې د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړتیاوو ته هم د امکان تر بریده رسېدنه کوو، چې مسؤلین یې وکولای شي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د کار چارو معین د کارګرو روغتیا ته د زیان‌رسونکو شغلونو او حرفوي ناروغیو د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت او د علومو اکاډمۍ له استازو سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د هغو شغلونو په اړه چې د کارګرو روغتیا ته زیان رسوي او د حرفوي ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي د عامې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۳:۳۵
Background image

توزیع مواد خوراکی، حفظ‌الصحه و لوازم ضروری به ارزش نزدیک به‌یک میلیون افغانی برای ۲۲۰ خانواده سیلاب‌زده و نیازمند در بغلان

به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ برای ۲۲۰ خانواده سیلاب‌زده و نیازمند مواد خوراکی، حفظ‌الصحه و لوازم ضروری از قبیل آرد، برنج ، روغن ، بوره، چای، ماکرونی،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۴۱
Background image

افغانستان له ځوان بشري ځواک څخه برخمن دی

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیم‌الله صراح؛ تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د اقتصادي همکاریو په مهمه غونډه کې وکړه؛ چې د افغانستان. . .

بیرته خبرونو ته