د UNIDO دفتر استازو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست لیدنه

publish
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۴۲
2


کابل: ۱۴۰۰/۵/۵ هـ ش 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د کار چارو مرستیال عبدالغفور ملکزي د UNIDO دفتر استازو سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې لیدنه کې دواړو لوریو د  فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته د کاري فرصتونو برابرولو اړوند شپږ اونیزه کورسونو او فني او حرفوي زده کړو کریلکولم غني کولو اړوند خبرې و کړې.  
د کار چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړونده موضوعاتو په برخه کې د همکارۍ له امله د یاد دفتر له مسؤلینو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، ژمنه و کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به هم په ښه همغږۍ له یاد دفتر سره همکاري و کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوري ژمن شول، چې د ذکر شویو موضوعاتو برخه کې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه به له دواړو لوریو یو تخنیکي ټیم جوړ او کار و کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۲
Background image

د کار چارو معین د ملي پراختیا شرکت له مرستیال سره وکتل 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا  شرکت د تولید په چارو کې د انسجام او سوداګرۍ له مرستیال ریاض‌الدین شریفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۹
Background image

د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې پرانېست غونډه کې د کار چارو معین ګډون او وینا وکړه 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په جوزجان کې د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې په پرانېست غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
 په یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۲
Background image

پکتیا کې امارتي ادارو کاروکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیزې برنامې پیل شـــــــوې

د کار انسټیټیوټ له لوري او د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او همغږۍ؛ د یاد ولایت اړوند امارتي ادارو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه ؛ د کارکوونکو چارو مدیریت او. . .

بیرته خبرونو ته