د رڼا پوهنتون ۲۶ تنو محصلینو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بیلابیلو ریاستونو څخه علمي لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۴۶
k

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مختلفو ریاستونو، کاري چاپیریال او د یاد وزارت له فعالیتونو او د وزارت کارکوونکو له کاري‌ بوختیاوو څخه د رڼا پوهنتون یووېشت تنو د حقوقو او سیاسي علومو محصلینو علمي لیدنه وکړه، او همدارنګه په دې وزارت کې  پنځو تنو نورو محصلینو ته د ستاژ د دورې زمینه هم برابره شوه.  
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت؛ چې د محصلینو ملتیا یې کوله، په خپلو خبرو کې د کار د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات شریک کړل او هغوی یې په ټولنه کې له خپلو مسوولیتونو خبر کړل ترڅو په راتلونکې کې په اړوندو برخو کې ورته د کار زمینه برابره شي.
په پای کې راغلو محصلینو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکارۍ څخه د خوښې څرګندولو تر څنګ مننه وکړه

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۴۴
Background image

د کار چارو معین په افغانستان د کار نړیوال سازمان له رئیس سره تودیعي کتنه وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار دفتر کې، افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رئیس ډاکټر رامین بهزاد سره تودیعي کتنه وکړه. 
په کتنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د رڼا پوهنتون ۲۶ تنو محصلینو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بیلابیلو ریاستونو څخه علمي لیدنه وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مختلفو ریاستونو، کاري چاپیریال او د یاد وزارت له فعالیتونو او د وزارت کارکوونکو له کاري‌ بوختیاوو څخه د رڼا پوهنتون یووېشت تنو د حقوقو او سیاسي علومو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې روزنیز پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ ریاست له لوري د دې وزارت رئیسانو او آمرینو ته د کاردان پوهنتون په همغږۍ د رهبرۍ او مدیریت تر نامه لاندې یو ورځنۍ روزنیز پروګرام جوړ شو. 
هغه غونډه. . .

بیرته خبرونو ته