کونړ کې ۲۳۲ زلزلهځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

د کونړ ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست په هڅو او همغږۍ ۲۳۲ زلزلهځپلو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
زلزلهځپلو کورنیو؛ په یادو مرستو کې دوه کارتنه اوبه، د پخلنځي یو بشپړ کیټ، څلور کمپلې، جارو، سطرنجۍ او شپږ جوړه بوټان ترلاسه کړل.
د یادې مرستې د وېش پرمهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیبالله عمر په خپلو خبرو کې د جاپان خیریه بنسټ(AAR) څخه د مننې سربېره وویل؛ د افعانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې د زلزلهځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه آسانتیاوې او سهولتونه ورته برابر کړي.
همداراز نوموړي، له همکارو کورنیو، نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د زلزلهځپلو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې هم په کونړ ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو ۲۴۸۲ زلزلهځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوې وي.