کونړ کې ۳۹۸ زلزلهځپلو ماشومانو ته د نغدي پیسو، قرطاسیه او ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه
د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د خاص کونړ او څوکۍ په ولسوالیو کې ۳۹۸ تنه زلزلهځپلو ماشومانو ته د ۴۷۷۶۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو، قرطاسیه او ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې؛ د هسک افغانستان بیارغونې موسسې څخه د مننې ترڅنګ؛ وویل: په یادو توکو کې د نغدي پیسو سربېره زیانمنو ماشومانو؛ جمپر، بنین، بوټان، څادر، جرابې، خولۍ، دستکشې، کتابچې، قلمونه، رنګې، پینسلپاک او بکسې هم ترلاسه کړې.
