د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امینزاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته رسېدنه د دوی له مهمو مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او زیانمنو اقشارو، حقوق تأمین کړي او د هغوی د اساسي حقونو د خوندي کېدو لپاره یې یو خوندي او مصئون چاپېریال رامنځته کړی دی.
همدارنګه مولوي عبیدالله امینزاده ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د ټولنیز مصئونیت تر چتر لاندې د زیانمنو اقشارو ستونزې او ننګونې له هر اړخه تشخیص کړي، د حل لپاره یې بېلابېلې لارې چارې ولټوي او په دې برخه کې د امارتي ادارو ترڅنګ د ملي او نړیوالو همکارو سازمانونو ملاتړ هم راجلب کړي.
