ننګرهار کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۴۳
Nangarhar

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په مومندرې ولسوالۍ کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو؛ (هرې کورنۍ ۹۴۰۰ افغانۍ)؛ مجموعاً ۲۸۲۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې د ټي ډي اېچ همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره وویل: دا زموږ مسئولیت دی، ترڅو په دې  ولایت کې د فقر کچې د کمښت  په موخه د موسساتو او خیریه بنسټونو مرستې جلب او اړمنو اشخاصو او کورنیو ته ورسوو.

په پای کې مولوي حقاني د خپلو خبرو په دوام له ملي او نړیوالو همکارو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې د ورته پروګرامونو له لارې دې د اړمنو او بېوزلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوی پراخه کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار کې ۳۷ بیوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد زمینه برابره شوه

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت د کوټ ولسوالۍ له  ۳۷ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه، هرې کورنۍ ته ۳۳۲۰۰،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت او زندانونو چارو د تنظيم ادارې په همغږۍد فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا په موخه؛ د لومړي ځل لپاره  په پلچرخي زندان کې ۹۰ تنه زندانيانو ته د ودانيو برېښنا،. . .

بیرته خبرونو ته