افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه ۱۲۵ تنه فارغ شول.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند د افغان ـ جايکا مرکز د کمپيوټر او برق څانګو څخه ۱۲۵ تنه فارغ او د نوي ښوونيز کال(۱۴۰۲) په لومړۍ ورځ ورته د مسؤلينو له لوري د فراغت تصديق پاڼې و ويشل شوې.
دغه غونډه د قران کريم په مبارکو آيتونو سره پيل شوه، چې وروسته د فن او حرفې اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی رئيس مولوي عبدالواحد فايز خبرې وکړې.
نوموړي کسب لرونکي د الله ج دوستان ياد کړل و يې ويل: نوی ښوونيز کال (۱۴۰۲ هـ ش) مو له يو ښه پیغام سره پيل او په همدې موخه دا دی نن ګڼ شمير مسلکي او روزل شوي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه واندې کوو. مولوي عبدالواحد فايز، فني او حرفوي زده کړې د حلال رزق ګټلو يوه ښه وسيله ياده کړه، زياته يې کړه: د حلال رزق ګټل يو ښه عبادت دی، چې د الله ج پر وړاندې بهترين اجر او ثواب لري.
فراغت غونډه کې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د تنظيم رئيس مولوي ميرحاتم اميري هم خبرې وکړې و يې ويل: نورې نړۍ چي څومره پرمختګ کړی؛ دا ټول د مسلکي زده کړو او علم برکت دی؛ نوموړي فارغانو او ټولو ګډونوالو ته په خطاب و ويل: الله ج چې کوم وخت او فکر موږ ته را کړی، دا يو لوی غنيمت دی او لازمه ده؛ څو خپل وخت او فکر په ښو کارونو او د علم په حاصلو سره مصرف کړو.
دې ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د نظارت او ارزونې رئيس مولوي نجيب الله وقاد بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې له فارغانو و غوښتل؛ هغه څه يې چې د افغان ـ جايکا مرکز کې زده کړي، نورو هيوادوالو ته هم و رسوي او په صادقانه توګه خدمت وکړي؛ څو د الله ج او ولس د رضايت سبب وګرځي.
د ويلو دی، چې افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کړو مرکز ۱۳۸۴ هـ ش کال کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی، چې تر دې مهاله نږدې ۶۰۰۰ کسان له ياد مرکز څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.