اوه مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۳۲
E

دغه هوکړه ليکونه، نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف هم حضور درلود، د وطن ځوانانو ټولنيزې، د رازي ټولنيزې او پراختيايي، وارچايلد انګلستان، د افغانستان پراحتيا او تقويې، د ښځو لپاره د ټولنيزو خدمتونو او سوزو نړيوالې مؤسسې استازو سره لاسليک کړل. 
د يادو هوکړه ليکونو له مخې به د وطن ځوانانو ټولنيزې مؤسسې له لوري فارياب، بغلان او کندز ولايتونو کې د (۵۶۳۴۱۶۶۴) افعانيو په ارزښت د ماشومانو ساتنې مختلفو برخو، د رازي ټولنيزې او پراختيايي مؤسسې له لوري بادغيس، فراه او غور ولايتونو کې د (۷۷۸۴۱۸) امريکايي ډالرو په ارزښت د فني او حرفوي زده کړو شپږ مرکزونو جوړولو، د وارچايلد انګليستان مؤسسې له لوري فراه، هرات، بادغيس او غور ولايتونو کې د (۱۱۸۵۳۹۳۴) افغانيو په ارزښت د ماشوم ساتنې او يو ملاتړيز مرکز جوړولو، د افغانستان پراختيا او تقويې مؤسسې له لوري د (۶۶۰۰۰) زره امريکايي ډالرو په ارزښت کابل کې د يو غيرې دولتي روزنتون ملاتړ، د ښځو لپاره د ټولنيزو خدمتونو مؤسسې له لوري بلخ کې د (۳۲۵۰۰۰) امريکايي ډالرو په ارزښت د فني او حرفوي زده کړو مرکز جوړول او سوزو نړيوالې مؤسسې له لوري د (۱۰۹۳۶۰) امريکايي ډالرو په ارزښت کابل کې د فني او حرفوي زده کړو او (۱۳۷۵۱۰) امريکايي امريکايي ډالرو په ارزښت د بې سرپرسته ماشومانو ملاتړ برخو کې خدمتونه وړاندې شي. 
د هوکړه ليکونو د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادو مؤسسو او بنسټونو له مسؤلينو و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليکونو او اسلامي امارت د اصولو پر بنسټ پلي او وخت په وخت وزارت سره خپل کاري راپورونه هم شريک کړي. نوموړي همدارنګه د مؤسسو استازو سره په خبرو کې وويل: ټول هغه کارکوونکي چې دې پروژو کې استخدام کيږي، بايد د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرکزي او ولايتي باصلاحيته استازو او مسؤلينو سره په همغږي استخدام شي. 
د مؤسسو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په ښه همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیریني‌جوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې. . .

بیرته خبرونو ته