د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي تورخم ښارګوټي ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۸
کنر

 

 
د افغانستان اسلامي امارت د ادارې کمیسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي، په مشرۍ یو پلاوی، چې په عین حال کې افغان مهاجرینو ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې عالي کميسيون مسئولیت هم پرغاړه لري، د تورخم  ښارګوټي عمري پنډغالي ته سفر وکړ، ترڅو هلته له پاکستان هېواد څخه راستنېدونکو هېوادوالو ستونزې او ننګونې له نږدې وګوري او دحل په موخه یې لازم اقدامات وکړي.
ملا عبدالسلام حنفي، راستنېدونکو هېوادوالو ته د هرکلي ويلو ترڅنګ زیاته کړه: افغانستان اسلامي امارت د مسئول دولت په توګه ژمن دی، چې هر افغان وګړي په ځانګړي توګه نويو راستنېدونکو هېوادوالو ته د ژوند د اسانتياوو په رامنځته کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړی او په مؤقتي او دايمي توګه د هغوی مېشتيدو، سرپناه، کاروبار، وقایې  او ناروغانو ته د‌درملنې سهولتونه برابر کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین او د کارموندنې کميټې رئيس چې د پلاوي په ترکيب کې تورخم ښارګوټي ته تللی، راستنېدونکو هېوادوالو ته په خطاب کې وویل: د ا.ا.ا او په ځانګړي توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې تر خپلې وسې پورې ستاسو ته د کار او فعاليت زمینه برابره کړې او په همدې موخه د‌ معلوماتو ذخیرې سيستم کې ستاسو تخصص، تجربه، تعليم او تحصيل او همدارنګه ستاسو مسلک ثبتوو، ترڅو په راتلونکي کې ور څخه په استخدام کې استفاده وکړو.
د يادونې وړ ده، چې د‌ پلاوي په ترکيب کې د کډوالو او بېرته راستېدونکو وزارت په ګډون د‌ نورو امارتي ادارو استازي هم شامل دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته