د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې( ره) د دفتر رئيس سره د کار چارو مرستيال ليدنه
د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت؛ په افغانستان کې د امام خميني د مرستو کميټې د استازولۍ( ره) د دفتر رئيس لکزايي فرد سره خپل کاري دفتر کې و کتل.
پيل کې د اما خميني د مرستو کميټې د استازولۍ ( ره) د دفتر رئيس لکزايي فرد په افغانستان کې د ۱۳۷۱ کال را هيسې د خپلو بشردوستانه کړنو ( فني او حرفوي زده کړو او کار موندنې) اړوند معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د فني او حرفوي زده کړو برخو کې يې د خپلو کړنو راپور شريک کړ.
وروسته د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې استازولۍ له کړونو څخه د مننې ترڅنګ ؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند برخو کې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
پای کې د يادې کميټې( ره) د دفتر رئيس هغه لاسي کتيبه ( بسم الله الرحمن الرحيم) چې د ياد نهاد د فني او حرفوي زده کړو څانګې له خوا جوړه شوې وه د کار چارو مرستيال ته ډالۍ کړه.
د ويلو دی چې د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې استازولۍ له لوري په افغانستان کې د ۱۱ کاله فعاليت په ترڅ کې اوه ديرش زره او درې سوه يو ( ۳۷۳۰۱) کسان د فني او حرفوي زده کړو برخو کې روزلي، چې ۵۶ سلنه يې نارينه او پاتې هغه يې ميرمنې دي، چې له دې ډلې ۶۵ سلنه يې د زده کړو څخه وروسته د کار بازار ته وړاندې او ۳۵ سلنه پاتې فارغانو يې خپله کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.