د امید کمپ د تېرو قراردادونو د ستونزو څیړلو دويمه تعقيبي ناسته جوړه شوه.

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۸:۵۶
Q

د امید کمپ ( د معتادینو د ساتنې او د فني او حرفوي زده کړو مرکز) د تیرو قراردادنو څیړلو په موخه دويمه تعقيبي ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوه. 
دغه ناسته چې د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف د وزارت مقام د ټولنیزو چارو سلاکار رياض احمد محمد، د فني او حرفوي مرکزونو رياست مشر مولوي ميرحاتم، د تهیه او تدارکاتو رئيس حاجي محمد امين ( خان لالا)، د مالي چارو رئيس حاجي خالد نويد، د امید کمپ( د معتادینو د ساتنې او د فني او حرفوي زده کړو مرکز) آمر او د یاد مرکز لپاره د نیول شويو( قرارداد شویو) کورونو مالکانو هم ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د يادې او ورته ناستو د تنظيم اړوند معلومات وړاندې کړل او مسؤلينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته د وزارت مقام دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف د امید کمپ اړوند اولنې ناستې معلومات وړاندې کړل و يې ویل: هڅه کوو يادو قراردادونو برخه کې د اسناد مطابق حق حقدار ته و رسوو.
په تعقيبي ناسته کې د دخیلو ریاستونو رئيسانو، استازو او د یاد کمپ لپاره د کورونو قرارداديانو( د کورونو مالکانو) د یادو قراردادونو اړوند خپل نوي معلومات په جزيات سره
 وړاندې کړل. 
په دې ناسته کې د مالي چارو رئيس، تدارکاتو مسؤلينو، د اميد کمپ آمر او د کورونو مالکانو هم په نوبت خبرې وکړې او د قراردادونو د عقد اړوند يې د خپلو مربوطه مسوليتونو معلومات شريک کړل. 
په دې ناسته کې د اميد کمپ لپاره د بګراميو ساحه کې د نيولي شوي کور اړوند داسې فيصله و شوه، چې د کور اصلي مالک به خپل اولنی قراردادي حاضروي ځکه چې تر اوسه هم د کار او ټولنيزو چارو وزارت د اسنادو په رويت همغه اولنی قراردادي د کور اصلي مالک په حيث پيژندل کيږي او کوم چا چې د حقوقو دعوه او عريضه کړې د کار او ټولنيزو چارو وزارت يې د اسناد مطابق د کور اصلي مالک په حيث نه پيژني. 
همدارنګه د وزارت سرپرست،لخوا برحاله ذيربطو مسؤلينو ته سپارښتنه و شوه هغه کوم اسناد او مواد چې د بګراميو د اميد کمپ مرکز کې پاتې دي، ژر تر ژره دې د وزارت يو رسمي او مصؤن ځای ته انتقال کړي. 
په دې ناسته کې همدارنګه د اميد کمپ لپاره د کارته سه ساحه کې د کور مالک سره تر خبرو وروسته داسې تصميم و نيول شو، چې د همدا ننۍ جلسې څخه وروسته د ياد کور قرارداد هم فسخه دی او په ياد کور کې شته اسناد او اموال به هم ژر د وزارت يو رسمي ځای ته انتقال شي. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د تدارکاتو رياست، د اميد کمپ او نورو اړوند مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چې هر څومره ژر کيږي، د وزارت خپل حريم ته د ياد کمپ د اموالو په انتقال کې جدي کار وکړي او ګزارش يې د وزارت رهبرۍ سره شريک کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۵
Background image

په مرکز او ولایتونو کې د امارتي ادارو د تفتیش بهیر پیل شو

د کار د رژیم او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم؛ په امارتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم، اداري نظم د ساتنې، کاري انضباط د تأمین او په چارو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د لوی اختر په مناسبت ۳۵۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته کالي ووېشل شول

د لغمان او کاپیسا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د لغمان ولایت ذکورو روزنتون ۱۲۵ تنه او ۱۲۵ تنه نور د کاپیسا  ولایت  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د راتلونکي نیکمرغه لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۵
Background image

د کار او ټولنیزو وزرات کې د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د فعالېدو په موخه، هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ترمنځ، د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د رامنځته. . .

بیرته خبرونو ته