د بهرنیو چارو په وزارت کې؛ بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۴:۵۶
وزارت

د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد او همدارنګه هلته شته کاریګرو افغانانو ته د نورو لازمو کاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

په ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر؛ مولوي امیرخان متقي، د احصایې او معلوماتي ملي ادارې رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي حمدالله زاهد ګډون درلود.

بهر هېوادونو کې افغان کاریګرو ته د کاري زمینې برابرولو او هلته موجودو افغان کاریګرو ستونزو ته  د رسېدلو په تړاو بحثونه وشول.

په ناسته کې پرېکړه وشوه؛ چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کاریګرو د لیږد بهیر د ګړندي کولو، هلته د میشتو افغان کاریګرو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړه‌لیک ترتیب شي؛ ترڅو د هغې مطابق هر اداره په دې تړاو خپل مکلفیتونه په ښه توګه اداء کړي.

د یادولو ده، چې یاده پنځه اړخیزه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس تنظیم شوې ده، ترڅو بهر ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني لېږد لپاره؛ د حرفو تثبیت، روغتیا، پېژندپاڼو او نورو اسنادو په ترتیب کې هره اداره د خپل مسؤلیت مطابق فعالیت تر سره کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته